Search

هانا له ایرانه غوښتي چې افغان کډوالو ته عدالت او د مدني اسنادو د ثبت زمینه برابره کړي

News image
15 چنګاښ 1405 - 11:11

د بشري حقونو هانا بنسټ په ایران کې د افغان کډوالو د قانوني حقونو د محدودېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ډېری افغانان، په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان، د مدني احوال د اسنادو د ثبت او عدلي ملاتړ د ترلاسه کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

دغه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان کډوال د ودونو، طلاقونو، زېږونونو، د ماشومانو د سرپرستۍ، میراث او د مدني احوال د نورو اسنادو د ثبت پر مهال له ګڼو خنډونو سره مخ کېږي. د بنسټ په وینا، د ثبت د روڼو او لاسرسي وړ لارو نشتوالی د دې لامل شوی چې ډېر افغان کډوال له قانوني پلوه «ناپېژندل شوي» پاتې شي، چې له امله یې د کورنۍ د اړیکو د تثبیت، مدني حقونو د کارولو، عامه خدمتونو ته د لاسرسي او قانوني ملاتړ د ترلاسه کولو وړتیا له لاسه ورکوي.

هانا ویلي، د ایران او اسرائیل ترمنځ له وروستۍ جګړې وروسته وضعیت لا پسې خراب شوی دی. د دې بنسټ په وینا، امنیتي محدودیتونه، د انټرنېټ پرې کېدل، په عامه خدمتونو کې ګډوډي او پر افغان وګړو د اداري او امنیتي فشارونو زیاتوالی د کډوالو ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي.

د راپور له مخې، افغان ښځې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي. بنسټ وايي، ګڼې ښځې د کورني تاوتریخوالي، نا ثبت شویو ودونو، غیر رسمي طلاقونو، د مېړونو له لوري د پرېښودو، د ماشومانو د سرپرستۍ د حق د نه ترلاسه کولو او د مالي ملاتړ د نه ورکولو په قضیو کې قانوني ملاتړ ته لاسرسی نه لري.

هانا همداراز خبرداری ورکړی چې افغان ماشومان لا هم د زیان‌منو ډلو په سر کې دي. د راپور له مخې، د زېږون د ثبت او د هویتي اسنادو د نه لرلو له امله ماشومان د زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو، ټولنیز ملاتړ او قانوني هویت له حقونو بې‌برخې کېږي او د بې‌تابعیته کېدو، د ماشومانو د کار، انسان قاچاق او کم‌عمره ودونو له زیات خطر سره مخامخ دي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې دا ډول کړنې ښايي د ایران د مدني قانون او اساسي قانون له هغو مادو سره په ټکر کې وي چې ټولو ته د عدالت او د قانون تر سیوري لاندې د برابر خوندیتوب حق تضمینوي. هانا زیاته کړې چې د بشري حقونو د نړیوالو تړونونو له مخې، ایران مکلف دی چې ټولو وګړو ته، پرته له دې چې تابعیت یا د کډوالۍ وضعیت یې څه وي، د قانوني هویت، د زېږون د ثبت، زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او عدلي ملاتړ ته له تبعیض پرته لاسرسی تضمین کړي.

هانا له ایراني چارواکو غوښتي چې د مدني احوال د اسنادو د ثبت لپاره د لاسرسي وړ او روڼې کړنلارې رامنځته کړي، کډوالو ته د استوګنې له وضعیت پرته محکمو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي، د کډوالو ښځو او ماشومانو قانوني خوندیتوب پیاوړی کړي، د امنیتي بیړنیو حالاتو پر مهال عدالت ته لاسرسی وساتي، له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې کډوال د قانوني ملاتړ له غوښتلو راګرځوي، او د بهرنیو وګړو اړوند قوانین او اداري کړنلارې بیا وارزوي.

ایران د نړۍ د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د افغان کډوالو له تر ټولو لویو ټولنو څخه کوربه‌توب کوي. ډېری دغه کډوال د افغانستان د څو لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو او سیاسي بې‌ثباتۍ له امله ایران ته کډه شوي دي. په وروستیو کلونو کې ایراني چارواکو د کډوالۍ د قوانینو د پلي کولو او د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی، په داسې حال کې چې د بشري حقونو بنسټونو په وار وار د افغان کډوالو د قانوني خوندیتوب، عامه خدمتونو او بنسټیزو حقونو ته د لاسرسي په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.