Search

ملګري ملتونه: افغانستان د بې‌ځایه شویو خلکو له ستر نړیوال بحران سره مخامخ دی

News image
16 چنګاښ 1405 - 06:25

د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړۍ له تر ټولو لویو بې‌ځایه کېدو بحرانونو څخه له یوه سره مخ دی، ځکه بې‌وزلي، د اقلیم بدلون له امله رامنځته شوې طبیعي پېښې او د میلیونونو افغانانو بېرته ستنېدل د خلکو پر ژوند او عامه خدمتونو فشار زیاتوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د وروستي ټولنیز ـ اقتصادي راپور له مخې، د هېواد کمزوری اقتصاد، څلور لسیزې جګړې، د ۲.۷ میلیونه افغانانو بېرته ستنېدل، وچکالۍ، زلزلې او په اقتصاد کې د ښځو د ونډې کمېدل د هېواد پر ټولنو ورځ تر بلې زیات فشار راولي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر برهم صالح سره یې د بېرته ستنېدونکو، بشري مرستندویانو او طالب چارواکو د لیدنې پر مهال خبرې کولې، وویل: «په افغانستان کې بحرانونه معمولاً یو په بل پسې نه، بلکې په یو وخت کې رامنځته کېږي.»

راپور وایي، د تېر کال زلزلو د خلکو کورونه او د ژوند د عاید سرچینې ویجاړې کړې، او بې‌وزلي لا هم پراخه ده. د راپور د اټکل له مخې، د افغانستان شاوخوا ۷۴ سلنه وګړي، چې نږدې ۲۹ میلیونه کسان کېږي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

UNDP ویلي، دا اداره له بې‌ځایه شویو کسانو او کوربه ټولنو سره مرسته کوي، څو خپل ژوند بېرته ورغوي او له بېړنیو مرستو څخه د اوږدمهاله بیارغونې پړاو ته داخل شي.

د ملګرو ملتونو چارواکو د خپل سفر پر مهال په جلال‌اباد کې له هغو ټولنو سره هم ولیدل چې د زلزلو له امله زیانمنې شوې دي، او د سلطان درې د پراختیایي پروژو څخه یې هم لیدنه وکړه. د راپور له مخې، هلته د سېلابونو د مخنیوي او اوبو لګولو پروژې هم د خلکو لپاره کاري فرصتونه برابروي او هم د طبیعي پېښو خطر کموي. په دغو پروژو کې ښځې د فلزي جالونو په جوړولو او نارینه د محافظتي دېوالونو لپاره د خښتو په تولید بوخت دي.

الکساندر ډي کرو ویلي: «بیړنۍ مرستې ژوند ژغوري، خو پراختیا خلکو ته خپل ژوند بېرته ورګرځوي.»

راپور همداراز د کندوز او بغلان ولایتونو د ملګرو ملتونو د ملاتړ یوې پروژې پرمختګونه هم یاد کړي دي. د دې پروګرام موخه د بېرته ستنېدونکو، کورنیو بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنو ملاتړ دی. د راپور له مخې، تر اوسه له ماینونو ککړ څه باندې ۶ زره او ۴۰۰ مربع متره ځمکه پاکه شوې، ۴۲۵ کورنۍ د دایمي استوګنځای لپاره پېژندل شوې او ۲۸ بنسټیزې ټولنیزې پروژې، لکه د اوبو لګولو او د سېلابونو د مخنیوي پروژې، لومړیتوب ورکړل شوی دی.

بل‌خوا، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، د هغو افغانانو لپاره به چې په بهرنیو هېوادونو کې د خوندیتوب غوښتونکي دي، د پناه غوښتنې د سیستمونو د پیاوړتیا او قانوني لارو د پراخولو هڅو ته دوام ورکړي. د دې ادارې د اټکل له مخې، په ۱۴۰۵ کال کې به له ۵۷۰ زرو څخه ډېر افغانان د بیا مېشتېدو اړتیا ولري. دغه اداره همداراز د زده‌کړو، کاري فرصتونو او د کورنیو د یوځای کېدو د اسانتیاوو پر پراختیا هم ټینګار کوي.

ملګري ملتونه وایي، افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو لویو بشري او بې‌ځایه کېدو بحرانونو څخه یو لري. د څو لسیزو جګړو، اقتصادي سقوط، طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو له امله میلیونونه افغانان بې‌ځایه شوي او له ایران او پاکستان څخه د افغانانو پراخ بېرته ستنېدل پر بشري خدمتونو او کوربه ټولنو فشار نور هم زیات کړی دی.