Search

فایق: د افغانستان د کانونو عواید باید په شفاف ډول او د ملي ګټو لپاره مدیریت شي

News image
19 چنګاښ 1405 - 08:15

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، ویلي د افغانستان طبیعي زیرمې او د کانونو عواید باید د خلکو په ګټه وکارول شي او مدیریت یې د شفافیت، حساب‌ورکونې او ملي ګټو د خوندي کولو پر بنسټ ترسره شي.

فایق ویلي، اساسي پوښتنه دا ده چې د دې ملي شتمنۍ عواید په کومو برخو کې لګول کېږي او ایا د افغانستان د کانونو پر عوایدو شفافیت، حساب‌ورکونه او خپلواکه څارنه شته که نه.

هغه زیاته کړې، افغانستان په داسې حال کې د نړیوالې ټولنې پر بشري مرستو تکیه لري چې میلیونونه وګړي، په ځانګړي ډول ښځې، ځوانان او معلولیت لرونکي کسان، له بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او ناهیلۍ سره مخ دي.

د هغه په وینا، د اوسنیو شرایطو له امله ګڼ شمېر افغانان اړ شوي چې هېواد پرېږدي. نوموړي همداراز ادعا کړې چې په ورته وخت کې د غلاوو، انسان‌تښتونو او مرموزو وژنو په ګډون د جنايي جرمونو کچه هم لوړه شوې ده.

فایق ټینګار کړی چې د افغانستان طبیعي زیرمې د ټولو افغانانو ګډه ملي شتمني ده او باید په داسې ډول مدیریت شي چې ملي ګټې خوندي کړي، نه دا چې د یوې ډلې یا اشخاصو ګټې تأمین کړي.