د قطر پخوانی امیر، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني، چې خپل هېواد یې له یوې کوچنۍ قبایلي ټولنې څخه پر سیمهییز ځواک بدل کړی و، د ۷۴ کلونو په عمر مړ شوی دی.
د قطر د امیر دیوان، چې د دغه هېواد تر ټولو لوړ دولتي بنسټ دی، د یکشنبې په ورځ د هغه د مړینې خبر اعلان کړ.
شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني له ۱۳۷۴ څخه تر ۱۳۹۲ هجري شمسي کلونو پورې د قطر مشري وکړه او وروسته یې واک خپل زوی، د قطر اوسني امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته وسپاره.
شیخ حمد هم په ۱۳۷۴ هجري شمسي کال کې د یوې بېوینې کودتا له لارې خپل پلار له واکه ګوښه کړی و او د قطر مشري یې په خپل لاس کې اخیستې وه