Search

فرید بشارت په رزمي سیالیو کې خپل امریکايي سیال مات کړ

News image
21 چنګاښ 1405 - 12:26

افغان رزمي‌کار فرید بشارت د UFC سیالیو په ترڅ کې خپل امریکايي سیال ته ماتې ورکړه.

بشارت په دې سیالۍ کې تر خپل سیال غوره لوبه وړاندې کړه او په پای کې یې د قاضیانو د پرېکړې پر بنسټ بریا خپله کړه.

فرید بشارت دا بریا داسې مهال ترلاسه کړه چې تر دې وړاندې یې هم د مسلکي مبارزو په ډګر کې ۱۵ پرله‌پسې بریاوې، پرته له کومې ماتې، ثبت کړې وې.

فرید بشارت د افغانستان له هغو مخکښو رزمي‌کارانو څخه دی چې په نړیوالو MMA سیالیو کې د هېواد استازیتوب کوي.

نوموړی او د هغه ورور جاوېد بشارت دواړه په UFC کې سیالۍ کوي او په وروستیو کلونو کې یې د افغان رزمي ورزش د نړیوالې پېژندنې لپاره مهم رول لوبولی دی.