Search

د ملګرو ملتونو سرمنشي له ایران او امریکا وغوښتل چې ډیپلوماټیکې خبرې بېرته پیل کړي

News image
22 چنګاښ 1405 - 08:34

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په خلیج سیمه کې د مخ په زیاتېدو پوځي کړکېچ په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له ایران او امریکا یې غوښتي چې ژر تر ژره جګړه ودروي او ډیپلوماټیکو خبرو ته بېرته ستانه شي.

ګوتېرېش په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د پوځي نښتو له نوي پړاو څخه سخت اندېښمن دی. هغه د هرمز تنګي کې د ایران بریدونه، پر ایران د امریکا هوايي بریدونه او د ګاونډیو هېوادونو پر اهدافو د ایران بریدونه د تاوتریخوالي د زیاتېدو بېلګې بللې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی چې ټول بریدونه باید ودرول شي، ځکه د جګړې پراخېدل به د سیمې د خلکو، نړیوالې سولې او امنیت او همدارنګه د نړۍ اقتصاد ته ناوریني پایلې ولري.

ګوتېرېش له ایران او امریکا وغوښتل چې بېړنۍ خبرې اترې بېرته پیل کړي او پاتې اختلافونه د پوځي اقداماتو پر ځای د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي نښتې پراخې شوې، د هرمز تنګي امنیت له ګواښ سره مخ شوی او د سیمې د لا پراخې جګړې او د نړیوال اقتصاد پر اغېزو اندېښنې زیاتې شوې دي.