Search

امسو: د طالبانو تر واکمنۍ لاندې رسنۍ له پراخ او څو اړخیز کړکېچ سره مخ دي

News image
22 چنګاښ 1405 - 13:30

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې رسنۍ او خبریالان له «پراخ، منظم او څو اړخیز» کړکېچ سره مخ دي او په تېره یوه میاشت کې د خبریالانو نیول، فزیکي تاوتریخوالی او د طالبانو لاسوهنه د رسنیو په چارو کې زیاته شوې ده.

امسو د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۲۱مه، یکشنبه د «د وېرې او سانسور تر سیوري لاندې» تر عنوان لاندې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، موندنې یې د غبرګولي له ۲۰مې تر چنګاښ ۱۹مې د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوې دي.

د راپور له مخې، د افغانستان د رسنیو وضعیت په څلورو برخو؛ امنیتي او فزیکي، اداري او مسلکي، ټکنالوژۍ او ایډیولوژیکو برخو کې ارزول شوی دی.

امسو وايي، په یاده موده کې خبریالان له خپل‌سرو نیونو، ناوړه چلند، وهلو ټکولو او امنیتي ګواښونو سره مخ شوي دي. د سازمان په وینا، یو شمېر خبریالان د رسمي غونډو او پېښو تر پوښښ وروسته د طالبانو د استخباراتي ادارو له خوا نیول شوي او ځینې نور د ورځنیو شخړو، لکه د ترانسپورټ د لګښتونو پر سر، نیول شوي او وهل شوي دي.

راپور زیاتوي، نیول شوي خبریالان له خوشې کېدو وروسته هم تر فشار لاندې راوستل شوي، څو د بند پر مهال د ورسره شوي چلند په اړه چوپ پاتې شي او شکایت یا معلومات خپاره نه کړي. د امسو په باور، دې وضعیت د خبریالانو ترمنځ د وېرې او ځان‌سانسورۍ فضا لا پیاوړې کړې ده.

امسو د طالبانو د ویاندویانو پر کړنو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، ډېری ویاندویان د رسمي لارو او اداري وخت پر ځای خبرونه د شپې ناوخته یا د خپلو شخصي ټولنیزو پاڼو له لارې خپروي، چې د رسنیو لاسرسی معلوماتو ته ستونزمنوي او په ځینو مواردو کې یې د خبریالانو لپاره اداري ستونزې او آن د معاشونو د کمېدو لامل شوي دي.

د راپور له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت لاسوهنه هم د رسنیو په فعالیتونو کې زیاته شوې ده. امسو وايي، ځینو راډیویي رسنیو ته د نجونو د غږ د خپرولو او د ټیلیفوني اړیکو په اړه خبرداری ورکړل شوی او د دغه وزارت د کارکوونکو تفتیشونه د رسنیو په دفترونو کې دوام لري.

دغه سازمان همداراز ویلي، پر خبریالانو فشارونه دوام لري چې ږیرې پرېږدي او خپله بڼه د طالبانو له لارښوونو سره سمه کړي.

راپور وايي، طالبانو خبریالانو ته خبرداری ورکړی چې د اقتصادي ستونزو، د سون‌توکو د بیو د لوړېدو، د طالبانو د چارواکو ترمنځ د اختلافونو او د امنیتي پېښو د جزییاتو له خپرولو په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ډډه وکړي. د امسو په وینا، په ځینو مواردو کې خبریالان د ورته مطالبو د خپرولو له امله د نیولو او توقیف له ګواښ سره هم مخ شوي دي.

امسو د ځینو دولتي ادارو له لوري د ځیرکو ټیلیفونونو پر کارولو بندیز هم د رسنیو د فعالیتونو پر وړاندې جدي خنډ بللی او ویلي یې دي چې دې محدودیت د خبریالانو لاسرسی معلوماتو، له ویاندویانو سره اړیکې او د ویډیویي مرکو ترسره کول له ستونزو سره مخ کړي دي.

امسو د خپل راپور په پایله کې ټینګار کړی چې د افغانستان رسنۍ له «ژور، پراخ او څو اړخیز» کړکېچ سره مخ دي. د دغه سازمان په باور، د بیان ازادۍ محدودېدل، معلوماتو ته د لاسرسي سیستماتیک کمښت، پر خبریالانو د امنیتي، اقتصادي او رواني فشارونو زیاتوالی او د سانسور پراخېدل د افغانستان د رسنیو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی او د مسلکي خبریالانو د تدریجي حذفېدو خطر یې زیات کړی دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ګڼو کورنیو او بهرنیو بنسټونو په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. په همدې موده کې لسګونه رسنۍ تړل شوې، سلګونه خبریالان له هېواد څخه وتلي او یا یې خپله دنده پرېښې ده، او د معلوماتو ترلاسه کولو او خپرولو محدودیتونه هم زیات شوي دي.