د بلجیم مېشت د بشري حقونو سازمان Solidarity with Others د یوې څېړنې په حواله راپور ورکړی چې د ترکیې دولتي تمویل شوی معارف بنسټ په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د ښوونځیو واک د انقرې د سیاسي او ایډیولوژیکو موخو د پرمخ وړلو لپاره پراخ کړی دی.
د راپور له مخې، د ترکیې معارف بنسټ، چې د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي په میاشت کې جوړ شوی او د ترکیې حکومت یې مالي ملاتړ کوي، لږ تر لږه په ۲۹ هېوادونو کې هغه ښوونځي تر خپل مدیریت لاندې راوستي چې مخکې د اسلامي عالم فتحالله ګولن له غورځنګ سره تړاو لرل.
راپور وايي، په افغانستان کې د Afghan-Turk Çağ Educational NGO لهخوا اداره کېدونکي ۱۱ ښوونځي د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو ترمنځ، د هغه څه له مخې چې راپور یې د ترکیې د دوو کلونو پرلهپسې ډیپلوماتیک فشار بولي، د معارف بنسټ ته وسپارل شول.
د څېړنې له مخې، د لېږد د بهیر پر مهال افغان امنیتي ځواکونو په څو ښارونو کې همغږي عملیات ترسره کړل، د ښوونځیو یو شمېر کارکوونکي یې ونیول او د اعتراض کوونکو والدینو او زدهکوونکو پر وړاندې یې زور وکاراوه، چې وروسته دغه ښوونځي د معارف بنسټ تر ادارې لاندې راغلل.
په راپور کې ادعا شوې چې ترکیې له ډیپلوماتیک نفوذ، د پانګونې له هڅوونکو امتیازونو، امنیتي همکاریو او دوهاړخیزو هوکړو څخه په استفادې کوربه حکومتونه دې ته هڅولي چې د ګولن غورځنګ اړوند ښوونځي د معارف بنسټ ته وسپاري، چې د راپور په وینا، دا کار ډېری وخت د کورنیو قانوني پروسیجرونو او د ملکیت د حقونو له پامه غورځولو سره ترسره شوی دی.
Solidarity with Others ویلي، د ترکیې حکومت د دې بنسټ له جوړېدو راهیسې تر ۲۷.۷ میلیارده ترکي لېرو (شاوخوا ۹۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو) ډېرې بودجې معارف بنسټ ته ځانګړې کړې او استدلال یې کړی چې دغه بنسټ د یوه خپلواکې غیرانتفاعي ادارې پر ځای د ترکیې د دولت د یوې وسیلې په توګه فعالیت کوي.
راپور همداراز دې پایلې ته رسېدلی چې د ترکیې او له هغې سره د همکارو حکومتونو ټولیز اقدامات ښايي د نړیوالې جزايي محکمې د روم د اساسنامې د ۷مې مادې د لومړۍ فقرې له مخې د «ځورونې» (Persecution) مصداق وبلل شي. راپور د دې ادعا د ملاتړ لپاره د ښوونځیو سیاسي ضبط، د ښوونکو ګوښه کول، د تګ راتګ محدودول او د قانوني حقونو نه تأمین یاد کړي دي.
بل لور ته، ترکیه ټینګار کوي چې Maarif Foundation یوه نړیواله تعلیمي اداره ده چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې زدهکوونکو ته تعلیمي خدمات وړاندې کوي. انقره همداراز لا هم د فتحالله ګولن غورځنګ د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ د ناکامې کودتا د هڅې مسؤل بولي، خو دغه غورځنګ دا تورونه په دوامداره توګه رد کړي دي.