Search

هندوستان له افغان کډوالو سره د خېمو مرسته وکړه

News image
23 چنګاښ 1405 - 10:53

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد افغانستان ته له راستنو شویو افغان کډوالو سره د مرستې په موخه د خېمو یوه جوپه لېږلې ده.

د دغه وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلي، دا مرسته افغانستان ته رسېدلې او د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته سپارل شوې ده.

هندوستان تر دې وړاندې هم په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره بشري مرستې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی او هره ورځ زرګونه کسان هېواد ته راستنېږي. ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو خبرداری ورکړی چې افغانستان د راستنېدونکو د سرپناه، خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا ډېرو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.