Search

د پنجشېر له کانونو څخه څه باندې درې زره قیراطه زمرد وپلورل شول

News image
23 چنګاښ 1405 - 11:47

په پنجشېر کې د طالبانو د ولایت مقام ویاند سیف‌الدین لټون وايي، د دغه ولایت له کانونو څخه را ایستل شوي ۳ زره او ۹۵ قیراطه زمرد د یوې داوطلبۍ له لارې په دوه میلیونه او ۱۹۹ زره افغانیو وپلورل شول.

لټون ویلي، دغه زمرد نن (سه‌شنبه) د پنجشېر د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست له لوري پر ملي سوداګرو وپلورل شول.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۹مه هم د پنجشېر له کانونو څخه ۳ زره او ۲۹۷ قیراطه زمرد د یوې داوطلبۍ له لارې په ۱۹۸ زره او ۳۷۰ امریکايي ډالرو پر ملي سوداګرو پلورل شوي وو.

د پنجشېر زمرد د افغانستان له باکیفیته قیمتي ډبرو څخه شمېرل کېږي او طالبان په وروستیو کلونو کې د داوطلبیو له لارې د دغو قیمتي ډبرو د پلور لړۍ دوامداره ساتلې ده.