ټي آر ټي راپور ورکړی چې د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د خپلې ولسمشرۍ د دورې په اړه به د خاطرو نوی کتاب خپور کړي، چې په کې به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل، د اوکراین جګړه او د خپلې ولسمشرۍ پر مهال نورې مهمې پرېکړې هم وڅېړي.
۸۳ کلن بایډن ویلي، د هغه د خاطرو کتاب چې "Promise Me, America" نومېږي، به هغه ننګونې، د ولسمشر په توګه خپلې پرېکړې او د دغو پرېکړو لاملونه بیان کړي.
د ټي آر ټي د راپور له مخې، بایډن ویلي چې له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته یې ډېره موده له خپلې کورنۍ سره تېره کړې، په داسې حال کې چې د پروسټاټ د سرطان د یوې تهاجمي بڼې درملنه هم کوي. نوموړي ویلي، دغه ناروغي د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې تشخیص شوې وه او وروسته څرګنده شوه چې هډوکو ته هم خپره شوې ده، خو درملنه یې ښه روانه ده.
راپور وايي، بایډن له افغانستانه د ۲۰۲۱ کال د امریکایي ځواکونو وتل د خپلې ولسمشرۍ له مهمو او پرېکنده پېښو څخه بللي دي. د راپور په وینا، دغه وتلو په افغانستان کې د امریکا نږدې شل کلن پوځي حضور ته د پای ټکی کېښود او ورپسې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته طالبان بیا واک ته ورسېدل.
ټي آر ټي ویلي، په دې کتاب کې به د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د شپږمې پر مهال د امریکا پر کانګرس برید، د اوکراین جګړه، د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د بایډن د بیا نوماندېدو پرېکړه او وروسته له ټاکنیزې سیالۍ څخه د هغه د وتلو پرېکړه هم تر بحث لاندې ونیول شي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې چې دغه کتاب د ۱۴۰۵ کال د لړم په ۲۶مه خپور شي، چې د امریکا له منځمهاله ټاکنو څو اوونۍ وروسته به وي.
راپور دا هم یادوي چې بایډن د خپل کتاب د اعلان پر مهال د غزې په تړانګه کې د اسرائیل پوځي عملیات او په دې جګړه کې د امریکا رول نه دی یاد کړی. د ټي آر ټي په وینا، د ډیموکرات ګوند د لوړپوړو چارواکو داخلي ارزونو ښودلې چې د غزې په اړه د بایډن ادارې تګلارې د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند پر پایلو منفي اغېز کړی و.
ټي آر ټي زیاته کړې چې د امریکا پخوانۍ مرستیاله ولسمشره کامالا هریس، چې د بایډن له وتلو وروسته د ډیموکرات ګوند ولسمشریزه نومانده شوه، خپل د خاطرو کتاب هم خپور کړی او ویلي یې دي چې د بایډن ادارې باید د غزې جګړې پر مهال د اسرائیل پر کړنو په ښکاره ډول ډېرې نیوکې کړې وای.