Search

ملګرو ملتونو او جنوبي کوریا د ۵۰ میلیونه ډالرو د بیارغونې پروګرام پیل کړ چې افغانستان هم پکې شامل دی

News image
26 چنګاښ 1405 - 06:17

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) او د جنوبي کوریا حکومت د ریوایو (R.E.V.I.V.E.) پروګرام دویم پړاو پیل کړی، چې ۵۰ میلیونه ډالر بودیجه لري او افغانستان د شپږو کړکېچ ځپلو هېوادونو له ډلې یو دی.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د معلوماتو له مخې، دغه پروګرام به د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ څخه د ۱۴۰۶ کال د چنګاښ تر میاشتې دوام وکړي او تمه کېږي چې په افغانستان، فلسطین (غزه)، میانمار، سوډان، سویلي سوډان او سوریه کې به شاوخوا ۳.۸ میلیونه کسانو ته د لومړنۍ بیارغونې او د ټولنو د پیاوړتیا له لارې د ژوند د بیا رغولو زمینه برابره کړي.

د افغانستان لپاره به دغه پروګرام د مهمو زېربناوو او بنسټیزو خدماتو پر بیارغونه، د بېړنیو کاري فرصتونو پر رامنځته کولو، د خلکو د معیشت او سیمه‌ییز اقتصاد پر ملاتړ او د بیارغونې د چارو د رهبري لپاره د سیمه‌ییزو بنسټونو پر پیاوړتیا تمرکز ولري.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، د دې پروګرام موخه دا ده چې د لومړنۍ بیارغونې پر اقداماتو د پانګونې له لارې د خلکو اوږدمهاله بشري مرستو ته اړتیا کمه کړي، مخکې له دې چې کړکېچونه لا ژور شي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د کړکېچونو د څانګې مرستیالې او مشرې شوکو نودا ویلي: «ټولنې یوازې په بېړنیو مرستو خپل راتلونکی نه شي رغولای.» هغې زیاته کړې، بیارغونه باید ژر پیل شي او د خلکو د معیشت سرچینې، بنسټیز خدمات او سیمه‌ییز اقتصاد باید بېرته فعال شي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د معلوماتو له مخې، د ریوایو پروګرام لومړی پړاو، چې د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ څخه د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي تر پایه عملي شو، په ګډونوالو هېوادونو کې له ۷۱۹ زره متریک ټنو څخه ډېرې کنډوالې پاکې کړې، له ۱۰ زرو څخه زیاتې ټولنیزې زېربناوې یې ورغولې، له ۵۲ زرو څخه ډېرو کسانو ته یې د استوګنې مناسب ځایونه برابر کړل، له ۵۰۸ زرو څخه د ډېرو کسانو لاسرسی یې بنسټیزو خدماتو ته ښه کړ او د ۷۳ زرو څخه د ډېرو کسانو د معیشت په ښه کېدو کې یې مرسته وکړه.

د سرچینې په وینا، د پروګرام دویم پړاو د لومړي پړاو پر لاسته راوړنو ولاړ دی او د لومړي ځل لپاره سوډان او سویلي سوډان هم پکې شامل شوي دي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام زیاته کړې چې په دې پړاو کې به د شپږو ګډونوالو هېوادونو لپاره د زېربناوو بیارغونه، کاري فرصتونه، د معیشت بیا رغونه او د ټولنو په مشرۍ د بیارغونې پلانونه په ګډه پلي شي. تمه ده چې ۱.۳۵ میلیونه کسان به په مستقیم او ۲.۵ میلیونه نور به په غیر مستقیم ډول ترې ګټه واخلي.

دغه اداره وايي، په دې پروګرام کې به د راپیډا (RAPIDA) په نوم د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ ارزونې هم وکارول شي، څو په افغانستان او نورو ګډونوالو هېوادونو کې د لومړنۍ بیارغونې لپاره لومړیتوب لرونکې سیمې په دقیق ډول وپېژندل شي او مرستې په اغېزناک ډول تنظیم شي.