Search

طالبان: د زمري له لومړۍ نېټې په ۱۰ ولسوالیو کې د مصدقو سندونو د تصدیق خدمات پیلېږي

News image
28 چنګاښ 1405 - 11:19

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د زمري له لومړۍ نېټې به د ولایتونو او ۱۰ ولسوالیو ترمنځ د مصدقو سندونو د تصدیق خدمات پیل شي.

دغه وزارت نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا خدمات به د کندهار د سپین بولدک، د هلمند د ګرشک، د غزني د جاغوري، د پکتیا د څمکنۍ، د کابل د سروبي او قره‌باغ، د ننګرهار د مهمندرې (تورخم)، د کندز د امام صاحب، د بلخ د کلدارې (حیرتان) او د هرات د شینډنډ ولسوالیو کې وړاندې شي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پروسه د قونسلي خدمتونو د اسانتیا په موخه د افغان پوسټ دولتي شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي.

د دې پروسې له لارې به اړوند اسناد د تصدیق لپاره ولایتونو یا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته لېږل کېږي او تر تصدیق وروسته به بېرته د افغان پوسټ له لارې غوښتونکو ته سپارل کېږي.