د پاکستان ډان ورځپاڼې د نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي څارنې څانګې او یو شمېر اقتصادي شنونکو له قوله راپور ورکړی چې د ۱۴۰۵ مالي کال پر مهال د پاکستان له لارې د افغانستان ټرانزیټي سوداګري د بېساري ۹۳ سلنې کموالي سره مخ شوې، او افغانستان په ورته وخت کې د سیمې له بدیلو سوداګریزو لارو څخه خپله ګټه اخیستنه زیاته کړې ده.
د راپور له مخې، د ۱۴۰۵ مالي کال پر مهال د پاکستان له خاورې د افغانستان د ټرانزیټي بارونو لېږد ۱۱ زره او ۵۹۲ کانټینرونو ته راټیټ شوی، په داسې حال کې چې څلور کاله وړاندې دغه شمېر نږدې ۸۹ زره کانټینرونو ته رسېده.
ډان ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په ټرانزیټي سوداګرۍ کې د پاکستان د رول کمېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې له تړل کېدو مخکې پیل شوي وو. د اقتصادي شنونکو په باور، افغانستان له څه مودې راهیسې هڅه کوي خپلې سوداګریزې لارې پراخې او پر پاکستاني بندرونو خپله تکیه کمه کړي.
راپور زیاتوي چې په وروستیو کلونو کې د ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو لارې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره ډېرې مهمې شوې دي. د وړاندې شویو شمېرو له مخې، د لنډمهالي زیاتوالي وروسته د پاکستان له لارې د سوداګرۍ کچه بېرته د کمېدو پر لور تللې ده.
د راپور د معلوماتو له مخې، د افغانستان ټرانزیټي سوداګري په ۱۴۰۲ مالي کال کې له ۱۰۲ زره کانټینرونو واوښته او ارزښت یې شاوخوا ۶ اعشاریه ۷ میلیارده امریکايي ډالره اټکل شوی و، خو وروسته د کمېدو لړۍ پیل شوه. د تېرېدونکو کانټینرونو شمېر په ۱۴۰۳ مالي کال کې شاوخوا ۵۴ زره او په ۱۴۰۴ مالي کال کې نږدې ۴۳ زره کانټینرونو ته راښکته شو.
راپور همداراز ښيي چې د پاکستان له لارې د افغانستان صادرات هم په بېساري ډول راکم شوي دي. د هغو صادراتو ارزښت چې په ۱۴۰۴ مالي کال کې له ۴۵۴ میلیونه امریکايي ډالرو څخه زیات و، په ۱۴۰۵ مالي کال کې شاوخوا اووه میلیونه امریکايي ډالرو ته راټیټ شوی دی.
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د دې پر ځای د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې د ایران ونډه زیاته شوې ده. د راپور پر بنسټ، ایران د افغانستان د وارداتو له سترو سرچینو څخه ګرځېدلی او د افغانستان د وارداتي توکو د پام وړ برخه د ایران له لارو هېواد ته رسېږي.
پاکستان د اوږدې مودې لپاره د افغانستان د بهرنۍ سوداګرۍ له مهمو لارو څخه و او د دغه هېواد بندرونو د افغان سوداګریزو توکو په لېږد کې مهم رول درلود، خو سیاسي کړکېچونو، سرحدي ستونزو او د افغانستان له خوا د سوداګریزو لارو د متنوع کولو هڅو په تدریجي ډول د هېواد د سوداګرۍ مسیرونه بدل کړي دي.
راپور زیاتوي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي سوداګرۍ کمېدو نه یوازې د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړیکو اغېز کړی، بلکې د ټرانسپورټ سکټور فعالان، موټر چلوونکي، ټرانسپورټي شرکتونه او د ګمرکي خدمتونو کارکوونکي یې هم د عوایدو له کمښت او کاري ستونزو سره مخ کړي دي.