Search

خوست کې د کي پي ایف یو پخوانی غړی وژل شوی

News image
29 چنګاښ 1405 - 11:47

په خوست کې ځايي سرچینې وايي، ناپېژانده وسله ‌والو د دغه ولایت په مرکز کې د کي پي ایف ځواکونو یو پخوانی غړی، ننګیالی چې په لالو مشهور و، وژلی دی.

سرچینو ویلي، پېښه (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۲۷مه، شنبه) د خوست ښار د ۱۲۰۰ فامیلو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، ننګیالی د پخواني حکومت له سقوط وروسته له خپلو درېیو وروڼو، چې هغوی هم د کي پي ایف غړي وو، له خپلو کورنیو سره امریکا ته تللی و، خو شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې بېرته خوست ته راستون شوی و.

سرچینې زیاتوي، نوموړی د خوست د متون ولسوالۍ د حبشخېلو سیمې اصلي اوسېدونکی و او جنازه یې پرون (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۲۸مه، یکشنبه) په همدې سیمه کې خاورو ته سپارل شوې ده.

د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او د برید مسؤلیت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

KPF یا د خوست ولایتي ځواکونه د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) په ملاتړ رامنځته شوي وو.

 د دغو ځواکونو غړي د خوست اوسېدونکي وو او د پخواني حکومت پر مهال یې د امریکا په ملاتړ ځانګړي امنیتي عملیات ترسره کول.

د راپورونو له مخې، د دغې قطعې شمېر شاوخوا اووه زره کسانو ته رسېده، خو د استخباراتي او ملکي کارکوونکو دقیق شمېر یې نه دی څرګند شوی.