Search

سوئیس په افغانستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پروګرامونو سره ۲.۴ میلیونه ډالره مرسته وکړه

News image
29 چنګاښ 1405 - 13:43

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، د سوئیس حکومت په افغانستان کې د دې ادارې د بشري فعالیتونو د ملاتړ لپاره ۲.۴ میلیونه امریکايي ډالره ځانګړي کړي دي.

یادې ادارې نن (د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ ۲۹مه، دوشنبه) په یوه خپاره کړي پیغام کې د سوئیس له حکومت او خلکو څخه د دې مالي مرستې له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه بودجه به د بشري اړتیاوو د بدلېدونکو شرایطو پر وړاندې د چټک غبرګون زمینه برابره کړي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، دا مرسته به په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو او زیانمنو ټولنو د دوامدار بیا ادغام له بهیر سره هم مرسته وکړي.

افغانستان د اقتصادي ستونزو، له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو د شمېر د زیاتوالي او دوامداره بشري اړتیاوو له امله له پراخو ننګونو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو په وینا، د راستنېدونکو د سرپناه، روغتیا، معیشت او لومړنیو خدمتونو د برابرولو لپاره لا هم پراخو مالي سرچینو ته اړتیا شته، او دغو ادارو څو ځله له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د بشري مرستو د دوام لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.