Search

د پاکستان له زندانونو څخه نږدې ۱۱۰۰ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول

News image
1 زمری 1405 - 12:49

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له زندانونو څخه ۱۰۹۹ افغان بندیان ازاد شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه افغانان په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو. د سرچینې په وینا، هغوی تر ازادېدو وروسته د سپین‌بولدک ـ چمن او تورخم له لارو هېواد ته راستانه او خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم د پاکستان له زندانونو څخه ۱۴۱۶ افغان بندیان ازاد او افغانستان ته راستانه شوي وو.

په وروستیو میاشتو کې پاکستان د افغان کډوالو د نیولو، ایستلو او بېرته ستنولو لړۍ چټکه کړې، چې له امله یې هره ورځ سلګونه افغانان له دغه هېواده افغانستان ته راستنېږي.