Search

ملګري ملتونه: میلیونونه ښځې او نجونې لا هم د خپلو حقونو د خوندي کېدو ډاډ نه لري

News image
2 زمری 1405 - 08:28

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې، په ټوله نړۍ کې میلیونونه ښځې او نجونې لا هم ډاډه نه دي چې حقونه به یې رعایت او خوندي شي.

دغه بنسټ نن (جمعه، د ۱۴۰۵ کال د زمري ۲مه) پر اېکس لیکلي چې، حقونه باید په دې پورې تړلي نه وي چې یو څوک څوک دی، چېرې ژوند کوي او یا هم څوک یې غږ اوري که نه.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې، د ټولو ښځو او نجونو حقونه باید تضمین شي او له خلکو یې غوښتي چې د دې اصل ملاتړ وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته ښځې او نجونې د زده‌کړو، کار، د تګ راتګ د ازادۍ او په ټولنیز ژوند کې د ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو څو ځله خبرداری ورکړی چې دغه محدودیتونه د افغان ښځو او نجونو اساسي حقونه په جدي توګه تر پښو لاندې کوي.