د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري نن (یکشنبه) په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون په مرکز کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال
عبدالغني برادر اخند او اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي دغه نندارتون د
افغانستان د ټکنالوژۍ او مخابراتي سکټور لپاره مهم وباله او ویې ویل، هڅه کوي
افغانستان په تدریجي ډول د ټکنالوژۍ په برخه کې له نړۍ سره سیال کړي.
عبدالغني برادر ویلي، افغانستان کولی شي د ډاټا د ټرانزیټ په برخه کې
سویلي اسیا له منځنۍ اسیا سره ونښلوي.
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا عبدالحد فضلي هم
ویلي، هڅه کوي د هېواد لرې پرتې او له مخابراتي خدمتونو بېبرخې سیمې له دغو
خدمتونو برخمنې کړي. هغه زیاته کړې، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د هېواد په بېلابېلو
سیمو کې ۴۰۰ مخابراتي سایټونه فعال شوي او د سلګونو نورو د فعالولو چارې هم روانې
دي.
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په وینا، دغه پنځه
ورځنی نندارتون د ټکنالوژۍ او مخابراتي سکټور د ملاتړ، د لاسته راوړنو د معرفي
کولو او د معلوماتو د شریکولو په موخه جوړ شوی، چې د ټکنالوژۍ اړوند یو شمېر سیالۍ
هم پکې ترسره کېږي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د
پراختیا لپاره د شبکو د پراخولو، ډیجیټلي خدمتونو د زیاتولو او د انټرنېټي
زیربناوو د پیاوړتیا هڅې روانې ساتلې دي، خو لا هم د هېواد په یو شمېر لرې پرتو
سیمو کې خلک له مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو په بشپړه توګه برخمن نه دي.