Search

ازبکستان له افغانستان څخه د ۱۰۰ زره ټنه پنبې واردولو ته چمتووالی ښودلی

News image
5 زمری 1405 - 11:50

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف ویلي چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان څخه ۱۰۰ زره مټریک ټنه پنبه وارد کړي.

د ازبکستاني چارواکو په وینا، خواجه‌یوف دا څرګندونې د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۴مه، دوشنبه، په کابل کې د امارتي شرکتونو عمومي رئیس احمدجان بلال سره په لیدنه کې کړې دي.

هغه ویلي چې ازبکستان له افغانستان سره د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو په برخه کې همکارۍ ته هم چمتو دی.

د خواجه‌یوف په وینا، د راغلي ازبک پلاوي له ډلې یو ټیم به په کابل کې پاتې شي، څو له افغان چارواکو او سوداګرو سره له افغانستان څخه د تازه مېوو د صادراتو په اړه خبرې وکړي.

همداراز، نوموړي د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له سرپرست وزیر عطاءالله عمري سره په لیدنه کې ویلي چې ازبکستان د افغانستان کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول پنبې، کچالو او نورو توکو ته اړتیا لري او غواړي د دغو محصولاتو د تولید او پروسس په برخه کې له افغانستان سره ګډې همکارۍ پراخې کړي.

دواړو لورو د کرنیزو همکاریو د پراختیا لپاره د ګډو کمېټو پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.