د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، افغانستان او ازبکستان د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۲ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه تړونونه تېره شپه په کابل کې د
افغان ـ ازبک سوداګریز فورم پر مهال د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ
لاسلیک شول.
په دې فورم کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین
عزیزي، د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف، د دواړو هېوادونو
چارواکو او د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و.
نورالدین عزیزي ویلي، افغانستان ازبیکستان ته د ازمایښتي پروګرام په
توګه ۱۰ زره مټریک ټنه پنبه صادره کړې او ازبیکستان اوس غواړي له افغانستان څخه ۱۰۰
زره مټریک ټنه نوره پنبه هم وارد کړي.
هغه زیاته کړې، تمه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه روان
کال پنځو میلیارډو امریکايي ډالرو ته ورسېږي.
د عزیزي په وینا، دغه هدف هغه مهال ترلاسه کېدای شي چې دواړه هېوادونه
د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ګډ کار وکړي.
د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف هم ویلي، هېواد یې
له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته ژمن دی او افغانستان پراخ اقتصادي
فرصتونه لري چې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا
کې مهم رول لوبولی شي.