Search

نیمروز کې نامعلومه وسله والو ۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

News image
6 زمری 1405 - 07:22

د طالبانو د نیمروز امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت د مرکز زرنج ښار د شصت سړک په سیمه کې نامعلومه وسله والو کسانو پر څلورو کسانو ډزې کړې، چې د قومي مشر عبدالخالق نورزي او د هغه د وراره په ګډون دوه تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د سرچینې په وینا، دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه، د زمري ۵مه) رامنځته شوې او د لامل او انګېزې په اړه یې څېړنې روانې دي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو، په ځانګړې توګه نیمروز کې، د نامعلومه وسله والو له لوري د هدفي بریدونو او وسله والو پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.

که څه هم طالبانو ویلي چې د هېواد امنیت یې تأمین کړی، خو وخت ناوخت د ورته بریدونو او مرګونو پېښو راپورونه لا هم خپرېږي.