د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د چنګاښ له ۲۹مې څخه د زمري تر ۳مې، ۱۴۰۵ پورې د شویو ناڅاپي سېلابونو په اړه خپل دویم راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې دغو سېلابونو په مختلفو ولایتونو کې خلک بېځایه کړي، کورونو، عامه تاسیساتو او بنسټیزو زیربناوو ته یې پراخ زیانونه اړولي دي.
د راپور له مخې، سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د نورستان، ننګرهار، لغمان، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزني، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر او میدان وردګو ولایتونه ځپلي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ختیځ زون تر ټولو سخت زیانونه د نورستان مرکز پارون ته اوښتي، چې د سیمهییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، ۲۳ کسان پکې وژل شوي، پنځه تنه ورک دي او ۱۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، په مرکزي زون کې هم سېلابونو د کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، لوګر او میدان وردګو سلګونه کورنۍ اغېزمنې کړې دي. سرچینه زیاتوي چې سیلابونود لوګر محمدآغې، د پروان غوربند او د کابل موسهي او څلوراسیاب ولسوالیو کې کورونو ته پراخ زیانونه اوښتي او ګڼې کورنۍ بېځایه شوې دي.
په سویل ختیځ زون کې هم د پکتیکا، پکتیا، خوست او غزني ولایتونو سېلابونو خلکو ته مرګ ژوبله او پراخ مالي زیانونه اړولي دي. د راپور له مخې، په پکتیکا کې لږ تر لږه ۲۶ کورونه ویجاړ شوي او دوه کسان وژل شوي، او په پکتیا کې هم د زرمت ولسوالۍ د دوو ماشومانو د مړینې راپور ورکړل شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې سېلابونو د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی او د اوبو له لارې د لېږدېدونکو ناروغیو د خپرېدو خطر یې زیات کړی دی.
سازمان ویلي، بېړني روغتیايي وضعیت دي او له روغتیايي ادارو او مرستندویو بنسټونو سره یې همغږي کړې، سېلاب ځپلو سیمو ته یې بېړني طبي تجهیزات او روغتیايي مرستې استولې دي. همدارنګه، د نورستان پارون ته یې ځانګړی روغتیايي پلاوی لېږلی او ګرځنده روغتیايي ډلې یې هم اغېزمنو سیمو ته استولې دي.