Search

طالبان: د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د وژنې په تړاو "تښتېدلی"شکمن کس نیول شوی

News image
6 زمری 1405 - 13:13

په بدخشان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي، د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رئیس ذبیح‌الله امیري د وژنې په تړاو هغه شکمن کس نیول شوی، چې د برید وروسته تښتېدلی و.

کامګار ویلي، ذبیح‌الله امیري نن (سې‌شنبه، د زمري ۶مه) سهار د فیض‌اباد – بهارک ولسوالۍ پر لویه لاره د کار پر لور د تګ پر مهال د موټرسایکل سپرو ناپېژاندو وسله‌والو له لوري په ډزو ووژل شو.

د نوموړي په وینا، د برید له ترسره کېدو وروسته د امیري ساتونکو له بریدګرو څخه یو کس وژلی و، خو بل شکمن کس له سیمې تښتېدلی و، چې تازه نیول شوی دی.

د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي، د پېښې د څرنګوالي، انګېزې او د احتمالي نورو ښکېلو کسانو د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح‌الله امیري د سې‌شنبې په سهار په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو. تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی او د برید اصلي انګېزه هم لا نه ده روښانه شوې.