Search

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې دوو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

News image
6 زمری 1405 - 13:34

د طالبانو د ننګرهار امنیې قومندانۍ وايي، د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار د سره دېوال په سیمه کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

د سرچینې په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د بختیار په نوم ۱۱ کلن ماشوم د څارویو د څرولو پر مهال یوه ناچاوده مرمۍ وموندله او پرې یې لاس وواهه، چې ورپسې چاودنه وشوه.

طالبانو ویلي، ټپي شوی ماشوم د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

په افغانستان کې د تېرو جګړو له امله لا هم په ګڼو سیمو کې ناچاوده مرمۍ او نور چاودېدونکي توکي پاتې دي. هر کال د دغو توکو د چاودنو له امله لسګونه ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ماشومان، وژل کېږي او یا هم ټپیانېږي.