Search

د کډوالۍ نړیوال سازمان مشرې په تورخم کې د افغان راستنېدونکو کډوالو د بهیر ارزونه کړې

News image
7 زمری 1405 - 08:53

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي، د دغه سازمان مشرې میهیونګ پارک د تورخم سرحدي لارې له فعالیتونو لیدنه کړې، څو له پاکستانه راستانه شویو افغان کډوالو ته د برابرېدونکو مرستو بهیر وارزوي.

د سازمان په وینا، د دې لیدنې پر مهال له راستنېدونکو افغانانو سره د هېواد ته له رسېدو وروسته پر بېړنیو مرستو او لومړنیو خدماتو تمرکز شوی دی.

کډوالۍ نړیوال سازمان، چې د سرحدي همغږۍ د ګډ کنسرسیوم مشري پر غاړه لري، ویلي له بشري مرستندویه بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي، څو راستنېدونکو افغانانو ته پر وخت، همغږې او د خوندیتوب پر بنسټ مرستې ورسول شي.

د سازمان په وینا، د دوی په فعالیتونو کې راستنېدونکو ته اساسي خدماتو ته د لاسرسي برابرول او د اړتیا په صورت کې نورو بشري مرستو ته د هغوی راجع کول هم شامل دي.

دغه لیدنه په داسې حال کې شوې چې افغانستان لا هم له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان، څخه د راستنېدونکو افغانانو د ډېر شمېر کوربه دی، چې له امله یې په تورخم او نورو مهمو سرحدي لارو کې د بشري مرستو، د خوندیتوب خدمتونو او د بېرته ادغام پروګرامونو اړتیا زیاته شوې ده.