Search

په مصر کې تر ډرون برید وروسته امریکا پر ایران بیا بریدونه وکړل

News image
8 زمری 1405 - 08:19

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو د ایران د بریدونو په غبرګون کې د سخت ځواب خبره وکړه، رویټرز راپور ورکړی چې امریکا چهارشنبه، د ۱۴۰۵ د زمري په ۸مه، پر ایران د نویو بریدونو خبر ورکړی، د امریکا پوځ ویلي، دغه بریدونه د ایران پر هغو هدفونو ترسره شوي چې واشنګټن یې مسؤل بولي.

دغه کړکېچ وروسته له هغه نور هم پراخ شو چې د برېتانیا د سمندري امنیتي شرکت امبري (Ambrey) په وینا، د مصر د مدیترانې سمندرګي په یوه بندر کې پر یوې امریکايي ملکیت لرونکې د تېلو د زېرمه کولو لامبو وهونکې بېړۍ (ټانکر) د بې‌پیلوټه الوتکې برید وشو.

د راپور له مخې، د سیمې روانه شخړه اوس پنځو میاشتو ته غځېدلې ده.

تر دې مخکې هم د چهارشنبې په ورځ امریکايي او سعودي ځواکونو د عراق په ختیځ کې د ایران له ملاتړ لرونکو ډلو سره تړلي هدفونه په نښه کړي وو. په همدې حال کې ایران ویلي، په اردن کې یې د مېشتو امریکايي ځواکونو پر ضد توغندي توغولي دي.

ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې امریکا به د ایران د وروستیو اقداماتو په وړاندې پیاوړی غبرګون وښيي.

هغه وویل: «اوس زموږ وار دی»، او زیاته یې کړه چې امریکا به «پر هغوی ډېر سخت بریدونه» وکړي.

ټرمپ همداراز ټینګار وکړ چې واشنګټن، له پوځي کړکېچ سره سره، لا هم له تهران سره د یوې ډیپلوماټیکې هوکړې د ترلاسه کولو هڅې روانې ساتي.

نوموړي د رویټرز هغه ځانګړي راپور ته هم اشاره وکړه چې له مخې یې ښايي ایران د چین په جوړو شوو توغندیزو سیسټمونو سمبالېږي، خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.