Search

له پاکستاني زندانونو څخه ۸۸۰ افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شوي

News image
8 زمری 1405 - 10:55

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستاني زندانونو څخه ۸۸۰ افغان بندیان خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت د پنج‌شنبه چنګاښ په ۳۰مه په خپل اوونیز راپور کې ویلي، یاد کسان په پاکستان کې د بېلابېلو لاملونو له امله نیول شوي او بندیان وو.

د وزارت د معلوماتو له مخې، خوشې شوي افغان بندیان د نامنل شوې ډیورنډ کرښې له لارې د چمن ـ سپین‌بولدک او تورخم له دروازو هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه کسان تر مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د پاکستان له زندانونو څخه ۱۰۹۹ افغان بندیان خوشې او افغانستان ته ستانه شوي وو.