Search

لوګر کې ترافیکي پېښې دوه کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي

News image
8 زمری 1405 - 11:08

د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

په لوګر کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، دغه پېښه چهارشنبه، د چنګاښ په ۳۰مه، د پل علم ښار د سید حبیب‌الله کلا په سیمه کې د یوې کرولا موټر او رکشې د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د امنیه قوماندانۍ په وینا، د پېښې لامل بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، ټپیان د درملنې لپاره د کنجک روغتون ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې د مرګ‌ژوبلې له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي. د ترافیکي پېښو ډېری لاملونه د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د ترافیکي اصولو نه مراعتول، د سړکونو خراب وضعیت او د موټرو تخنیکي ستونزې یادېږي.