د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له «نبي افغان کانکیندنې او پروسس» شرکت سره یې د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت ډبرو کان د استخراج او پروسس تړون لاسلیک کړی دی.
د دغه وزارت په وینا، تړون د زمري په ۱۲مه، ۱۴۰۵، دوشنبه د کانونو او
پټرولیم وزارت د وزیر ملا هدایتالله بدري او د یاد شرکت د مسوول ترمنځ د پنځو
کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.
د سرچینې په وینا، پر دغه پروژه ۱۰۶
میلیونه افغانۍ پانګونه کېږي او شرکت به د هر ټن باریت ډبرو په بدل کې
طالبانو ته ۸۵۰ افغانۍ
امتیازي حق ورکوي.
د تړون له مخې، تمه ده چې شاوخوا ۳۰۰
کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د باریت ډبرو د پروسس لپاره به په
هېواد کې دننه یوه کارخونه هم جوړه شي.