د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له نورستان ولایت سره د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو شوو کورنیو سره یې ۷ میلیونه او ۵۸۵ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
د یادې خونې په وینا، دغه مرسته د زمري په ۱۲مه، ۱۴۰۵، دوشنبه نورستان
ته د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سفر پر مهال پر
سېلاب ځپلو کورنیو وېشل شوې ده. د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سیدکریم
هاشمي هم په دغه سفر کې ملګری و.
د سرچینې په وینا، هاشمي له سېلاب ځپلو کورنیو سره د هغوی د زیانونو
له امله خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه په هر ډول
شرایطو کې د هغوی ملاتړ او لاسنیوي ته چمتو ده.
نورستان په وروستیو کلونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله له
زیانمنو شویو ولایتونو څخه دی. سېلابونو په دغه ولایت کې د خلکو د کورونو، کرنیزو
ځمکو او عامه تاسیساتو ترڅنګ د خلکو ژوند هم اغېزمن کړی دی.