د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ اړوند د پچیګرام په سیمه کې د کان کیندنې پر مهال د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د نورستان امنیه قوماندانۍ ویاند محمدحسن ثاقب د شنبې په ورځ ویلي،
پېښه د کان کیندنې پر مهال رامنځته شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې وژل شوی کس غلام محمد، د
حبیب خان زوی، د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شامصیر کلي اوسېدونکی و.
د پېښې د څرنګوالي او د چاودنې د لامل په اړه نور جزیات نه دي ورکړل
شوي.
په افغانستان کې د کانونو د
غیرمعیاري او غیرمسلکي کیندنې پر مهال کله ناکله د چاودنو او نورو پېښو له امله د
کارګرو د مرګژوبلې راپورونه ورکول کېږي. د کانکېندنې پر مهال د خوندیتوب تدابیرو
نه مراعتول د ورته پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.