Search

د پاکستان او روسیې چارواکو د سیمه‌ییز امنیت او ترهګرۍ په اړه خبرې وکړې

News image
16 وږی 1405 - 15:16

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)-- د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی محمد صادق وايي، د پاکستان لپاره د روسیې له سفیر البرټ پي. خوریف سره یې د وروستیو سیمه‌ییزو بدلونونو، امنیتي وضعیت او له پولېپراخ ترهګرۍ ننګونو په اړهخبرې کړې دي.

محمد صادق د دوشنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د ګډو ګټو او بېلابېلو موضوعاتو په اړه د نظر تبادله وکړه.

د هغه په وینا، په خبرو کې په ځانګړي ډول د سیمې وروستي بدلونونه، د امنیتي وضعیت بدلېدونکی چاپېریال او د پولې پورې غاړې ترهګرۍ له امله د رامنځته شویو ننګونو موضوعات وڅېړل شول.

دغه لیدنه په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د خپلو سرحدي سیمو د وسله‌والو بریدونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې او د پولې پورې غاړې وسله‌والو فعالیتونو موضوع یې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره په خبرو کې مطرح کړې ده.

محمد صادق د روسیې له سفیر سره د لیدنې په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي او د دواړو لورو له خوا د کومې نوې موافقې اعلان هم نه‌دی شوی.