کابلټریبیون (کېټي)— د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ له اروپايي، شمالي امریکا او نورو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې خپل ډیپلوماټیک حضور بېرته فعال او خپل سفارتونه بیا پرانیزي.
ایګلنډ فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې د سفارتونو بیا پرانستل او د طالبانو له چارواکو سره مستقیمې اړیکې د دغه حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.
هغه ټینګار کړی چې په کابل او کندهار کې د ډیپلوماتانو حضور مهم دی، څو له افغان چارواکو سره مستقیمې خبرې وشي او د ښځو او نجونو د حقونو په اړه غوښتنې مطرح شي.
ایګلنډ ویلي: «زموږ غوښتنه دا ده چې دلته راشئ او زموږ سره اړیکه ونیسئ»، څو د ښځو او نجونو د حقونو غوښتنه وشي او په ورته وخت کې له هغوی سره بشري مرستې هم وشي.
هغه زیاته کړې چې تجربه لرونکي بشري سازمانونه، ځانګړي استازي او ډیپلوماتان باید افغانستان ته راشي او په کابل او کندهار کې له مسوولو چارواکو سره خبرې وکړي.
د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي ویلي، نړیواله ټولنه باید یوازې د ښځو او نجونو د حقونو غوښتنه ونه کړي، بلکې د هغوی او اړمنو خلکو لپاره د بشري مرستو دوام هم تضمین کړي.
ایګلنډ ویلي: «موږ اوس دلته د بشري مرستو په لومړۍ کرښه کې یو او بشري ډلې په بشپړ ډول یوازې احساس کوي.»
د نوموړي څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو لا هم د روسیې له خوا په رسمي ډول پېژندل شوی او د نړۍ ډېری هېوادونه له کابل سره له رسمي رسمیت پېژندنې پرته اړیکې ساتي.