Search

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه د تماس ډلې غونډه جوړوي

News image
29 وږی 1405 - 07:57 خالد حمیدزوی

د اسلامي همکاریو سازمان وايي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې به د افغانستان په اړه د دغه سازمان د تماس ډلې غونډه جوړه شي.

دغه سازمان په اېکس‌پاڼه کې ویلي چې د عمومي اسامبلې په څنډه کې به د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ همغږۍ غونډه هم ترسره شي.

د سازمان په اعلامیه کې راغلي چې د دې ترڅنګ به د مسلمانانو د ټولنو او لږکیو، په اروپا کې د سیمه‌ییزو موضوعاتو، جمو او کشمیر، په میانمار کې د روهینګیا مسلمانانو او افغانستان په اړه د تماس ډلو غونډې هم ترسره شي.

اسلامي همکاریو سازمان په خپلو تېرو پرېکړه‌لیکونو او اعلامیو کې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وضعیت هم اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار لګېدلي محدودیتونه غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې دغه محدودیتونه لرې کړي.

اسلامي همکاریو سازمان ټینګار کړی چې افغان ښځې او نجونې باید زده‌کړو، کار او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ګډون حق ولري.

د افغانستان په اړه د تماس ډلې راتلونکې غونډه به په داسې حال کې ترسره شي چې د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د بشري، اقتصادي، ټولنیزو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خپلې هڅې او اړیکې روانې ساتلې دي.