کابلټریبیون (کېټي)— پاکستاني ځواکونو نن سهار مهال د کونړ ولایت په نورګل او د پکتیکا په برمل ولسوالیو کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
د طلوعنیوز راپور له مخې، د کونړ د
اطلاعاتو او کلتور رییس نجیبالله حنیف وايي، پاکستاني الوتکو نن سهار د کونړ
ولایت د نورګل ولسوالۍ په یوه سیمه هوايي برید کړی چې له امله یې درې کسان وژل شوي
او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
حنیف ویلي، برید
شاوخوا د سهار په درې بجو شوی او په ترڅ کې یې یو کور هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی
دی.
بلخوا، ځايي سرچینو ویلي چې پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا ولایت د
برمل ولسوالۍ په رخه او تورکنډي سیمو کې هم دوه هوايي بریدونه کړي دي.
د سرچینو په وینا، دغه بریدونه شاوخوا د سهار په څلورو بجو شوي دي. د
هغوی په خبره، یو برید پر یوه خالي کور او بل پر یوه پخواني دوکان شوی، خو تر اوسه
د دغو بریدونو له امله د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
طلوعنیوز راپور ورکړی چې په کونړ کې د شوي برید له امله، د لومړنیو
معلوماتو له مخې، درې کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
تر اوسه د دغو هوايي بریدونو په اړه د پاکستان د حکومت یا پوځ رسمي
څرګندونې نه دي خپرې شوې.