Search

اسحاق دار له طالبانو د ترهګرو ډلو پر وړاندې د عملي اقدام غوښتنه وکړه

News image
1 تله 1405 - 10:00

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو د پټنځایونو» په اړه د بېړني اقدام غوښتنه کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د «ترهګرۍ» پر وړاندې عملي ګامونه پورته او یو ټول‌ګډون حکومت جوړ کړي.

دار د سې‌شنبې په ورځ په نیویارک کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې په غونډه کې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې جوړه شوې وه، وویل چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خاوره باید د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د پاکستان، پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو لپاره ونه کارول شي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان باید د دې لپاره «مشخص او د تصدیق وړ اقدامات» وکړي او د هغو ترهګرو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي چې د پاکستان په ګډون د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له حضور څخه اندېښنه څرګنده کړه او د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې وروستي برید ته یې اشاره وکړه.

د پاکستان د چارواکو په وینا، په دغه برید کې چې د پولیسو یوې ودانۍ ته څېرمه د موټر بم چاودنه او وروسته وسله‌واله نښته پکې شوې، لږ تر لږه ۳۱ کسان، چې ۱۶ یې پولیس وو، وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

دار وویل، دا ډول بریدونه د ترهګرو ډلو او د هغوی د پټنځایونو پر وړاندې د بېړنیو اقداماتو اړتیا په ډاګه کوي.

نوموړي همداراز له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان نړیوالو تعهداتو او مسوولیتونو ته درناوی وکړي، د ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي او ټول‌شموله سیاسي حکومت جوړ کړي.

دار پر ښځو او نجونو د محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه هم وکړه او ویې ویل چې هغه محدودیتونه چې د ښځو او نجونو حقونه اغېزمنوي، د اسلامي اصولو او د مسلمانو ټولنو له دودونو سره په ټکر کې دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې پاکستان د کوهاټ له برید وروسته د افغانستان په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل. پاکستان وايي چې په دغو بریدونو کې د وسله‌والو ډلو ۲۸ غړي وژل شوي، خو د طالبانو ادارې ویلي چې په بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) هم ویلي چې په کونړ کې د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.