Search

مجاهد: د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي

News image
2 تله 1405 - 14:52 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) — د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې چې د کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو پر ځینو سیمو ترسره شوي، څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

مجاهد د چهارشنبې ماښام د ۱۴۰۵ کال د تلې پر ۲مه د شویو بریدونو په اړه په یوه بیان کې دغه بریدونه «ظالمانه تېری» بللي او ویلي یې دي چې طالبان به د پاکستان د پوځي اقداماتو پر وړاندې «قاطع دریځ» ونیسي او «مناسب ځواب» به ورکړي.

هغه د پاکستان هوايي بریدونه «ړانده او بزدلانه» بللي او ادعا یې کړې چې دغه اقدامات د اصولو ښکاره نقض او «تېری او جنایت» دی.

د طالبانو ویاند خبرداری ورکړی چې د نوموړي په وینا، دغه ډول اقدامات به د افغان ولس غوسه راوپاروي او د پاکستاني پوځیانو لپاره به «ناوړه پایلې» ولري.

مجاهد همداراز د پاکستان هغه ادعا رد کړې چې ګواکې له افغانستانه د پاکستان پر لوري اته ډرونونه الوتلي وو. هغه دغه ادعا «شایعه» بللې او ویلي یې دي چې د پاکستان پوځي کړۍ له دې ادعا څخه د هوايي بریدونو د توجیه لپاره کار اخلي.

بلخوا، د پاکستان پوځ ویلي چې اته ډرونونه یې ویشتي چې د دوی په ادعا له افغانستانه د پاکستان پر لوري الوتل.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هم ویلي چې په هوايي بریدونو کې یې په افغانستان کې ۱۰ نقطې په نښه کړې دي.