کابل ټریبیون (کېټي) — د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مختار تیلوبردي وايي، د افغانستان اوږدمهاله ثبات د منځنۍ اسیا له امنیت او دوامدار پرمختګ سره نه بېلېدونکی تړاو لري.
تیلوبردي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د ۸۱مې غونډې په ترڅ کې ویلي،
افغانستان ته بشري مرستې اړینې دي، خو یوازې بشري مرستې نه شي کولای د بېوزلۍ، بېځایه
کېدو او پر مرستو د تکیې کړۍ ماته کړي.
نوموړي زیاته کړې چې قزاقستان له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ له
افغانستان سره د عملي، همغږي او ګام پر ګام تعامل ملاتړ کوي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د وضعیت په اړه باید د بشري اړتیاوو تر
څنګ د اوږدمهاله ثبات او دوامدار پرمختګ موضوع هم په پام کې ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو
ملتونو د عمومي اسمبلې د ۸۱مې غونډه کې د افغانستان
څوکی تشه وه او له دغه هېواد څخه هېڅ استازي ګډون نه درلود.