Search

برېټانیا د افغان ښځو او نجونو لپاره د کډوالۍ نوې قانوني لار پرانیزي

News image
Photograph: Gareth Fuller/PA
6 تله 1405 - 09:43

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) — ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت غواړي د کډوالو د منلو لپاره نوې قانوني لار پرانیزي چې له مخې به یې افغان ښځو او نجونو، فلسطینیانو او معلولیت لرونکو کسانو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د راپور له مخې، د دې طرحې په عملي کېدو سره به د برېټانیا د کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام، چې شاوخوا دوه کاله یې د نویو متقاضیانو غوښتنې نه منلې، بېرته پرانیستل شي.

ټاکل شوې چې د دې پروګرام لپاره وړ کډوال به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو د نړیوالې مرستې پروژې له خوا وپېژندل شي.

د راپور له مخې، د بیا مېشتېدو له لارې برېټانیا ته منل شوي کډوال به د امنیتي او جرمي سابقې له ارزونو وروسته هېواد ته انتقال شي او د دایمي استوګنې لپاره به د نورو غیرمنظم لارو له راتلونکو کډوالو په پرتله اسانه مسیر ولري.

ګارډین ویلي، د برېټانیا حکومت تمه لري چې د پروګرام په لومړني پړاو کې به د منل کېدونکو کسانو شمېر محدود وي او وروسته به د شرایطو له مخې زیات شي.