نن د اکتوبر ۱۷مه، د بېوزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ ده. دغه ورځ سږ کال د «ټولو لپاره خوندي کورونه» تر شعار لاندې نمانځل کېږي، چې موخه یې د خوندي او مناسبو استوګنځایونو پر اهمیت ټینګار او د بشري حقونو او انساني کرامت خوندیتوب ته د پام رااړول دي.
ملګري ملتونه وايي، اوسمهال په ټوله نړۍ کې تر ۲.۸ میلیاردو ډېر کسان
د استوګنې له نامناسبو شرایطو سره مخ دي او بېوزله وګړي د دغو ستونزو تر ټولو ډېر
اغېزمن شوي دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د ښځو چارو سازمان ویلي، چې ښځې له دوه ګوني کړکېچ
سره مخ دي: «په بېوزلۍ
کې یې ونډه زیاته ده، خو د بېوزلۍ د له منځه وړلو په پرېکړهنیونکو مقامونو کې یې
استازیتوب کم دی.»
دغه سازمان ټینګار کوي چې د بېوزلۍ له منځه وړل د بشري حقونو د
خوندیتوب، انساني کرامت او سولې له ټینګښت سره نږدې اړیکه لري. د ملګرو ملتونو په
وینا، ټولو خلکو ته د خوندي او مناسبو استوګنځایونو برابرول د بېوزلۍ د کمولو او
د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو لپاره مهم دي.
د بېوزلۍ نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د ناروې د کډوالو
شورا عمومي منشي، یان اېګلنډ، خبرداری ورکړی چې د روان کال په ژمي کې به د
افغانستان شاوخوا درېیمه برخه وګړي له لوږې سره مخ شي.
د نوموړي دغه خبرداری په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پراخوالي او د
زیانمنونکو کورنیو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي؛ هغه کورنۍ چې د بېوزلۍ، د
استوګنې د نامناسبو شرایطو او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزو سره مخ دي.