Search

امریکا د غزې د جګړې د اوربند پرېکړه لیک شپږم ځل وتو کړ

News image
noDate

کابل ټربیون – د امریکا متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک وتو کړ چې د غزې لپاره یې د بې‌قید او شرط او دایمي اوربند غوښتنه کوله او همداراز یې د بشري مرستو پر لېږد ټول بندیزونه لرې کول غوښتل.

یاد پرېکړه لیک چې د شورا د ۱۵ غړو له ډلې د ۱۰ انتخابي غړو لخوا برابر شوی و د ټولو ۱۴ غړو ملاتړ یې ترلاسه کړ خو امریکا یې په وتو سره د تصویب مخه ونیوله. 

په دغه پرېکړه لیک کې له حماس او نورو ډلو سره د ټولو یرغمل شویو کسانو د ژر تر ژره، په درنښت او بې‌قید و شرط خوشې کېدو غوښتنه شوې وه. 

دا شپږم ځل دی چې امریکا د نږدې دوو کلونو د جګړې پر مهال د وتو له حقه کار اخلي.

کریستینا مارکوس لسن د ډنمارک استازې په ملګرو ملتونو کې د رایه ورکولو تر مخه شورا ته وویل: «په غزه کې قحطي رسماً تایید شوې ده – نه وړاندوینه، نه اعلان، بلکې تایید ده.په همدې حال کې، اسرائیل خپل پوځي عملیات د غزې ښار ته پراخ کړي او د ولسي وګړو کړاوونه یې ژور کړي دي. همدې بشري ناورین موږ دې اقدام ته اړ کړو.»

د راپورونو له مخې د غزې ښار او شاوخوا سیمې له رسمي قحطۍ سره مخ دي او دا ناورین کېدای شي نور هم پراخ شي. 

یوه نړیوالې د لوږې څارونکې ادارې تېره میاشت دغه وضعیت تایید کړی و.

امریکا تل په ملګرو ملتونو کې د خپل متحد اسرائیل ملاتړ کړی، خو تېره اوونۍ یې په یوه نادر اقدام کې د امنیت شورا د هغه بیان ملاتړ وکړ چې د قطر پر وروستیو بریدونو یې غندنه کړې وه که څه هم په متن کې د اسرائیل نوم نه و یاد شوی.

دغه اقدام د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن له سیاست سره تړاو درلود، کوم چې د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په امر د پوځي بریدونو ملاتړ یې کړی و. 

خو د پنجشنبې وتو وښودله چې یوازې یوه اوونۍ وروسته، واشنګټن یو ځل بیا خپل قاطع ډیپلوماتیک ملاتړ له اسرائیله څرګند کړ.

مورګان اورتاګوس، د امریکا یوه دیپلومات، د رایه ورکولو تر مخه شورا ته وویل: «د دې جګړې د پیل او دوام مسؤلیت د حماس پر غاړه دی. اسرائیل د جګړې د پایلو وړاندیزونه منلي، خو حماس لا هم هغوی ردوي. جګړه نن ختمېدلی شي که حماس یرغمل کسان خوشې کړي او وسلې کېږدي.»

د اسرائیل استازی په ملګرو ملتونو کې، داني دانون، د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې اسرائیل د امنیت شورا له وروستي بیان څخه چې د قطر پر بریدونو غبرګون و خوښ نه و؛ خو زیاته یې کړه: «سره له دې، زموږ د امریکا سره د همکارۍ کچه دومره لوړه ده چې موږ وکولای شول د دې موضوع پر سر جوړجاړی وکړو.»