د پاکستان د ملي ډيموکرات غورځنګ مرکزي مشر محسن داوړ ویلي، هغه طالب چې په اړه یې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده د احتمالي بدیل په توګه خبرې کیږي، په حقیقت کې د تحریک طالبان پاکستان او د حافظ ګل بهادر ډلو مشري کوي.
داوړ دا څرګندونې د امن جرګې په غونډه کې د سې شنبې په ورځ، ۲۱ لړم ۱۴۰۴، وکړې او خبرداری یې ورکړ چې د طالبانو د مشر بدلون به په هیڅ صورت د سولې سبب نهشي، له داسې حال کې چې نوی احتمالي مشر هم له وسلهوالو ډلو سره تړاو ولري.
هغه وویل: «هغه طالب چې د هبتالله د ځایناستي په توګه وړاندې کېږي او ادعا کېږي چې د ده په راتګ به وضعیت ښه شي، هماغه څوک دی چې د طالبانو د ټيټيپي او ایچجيبي ډلې کنټرول لري. پښتونخوا باید له دې ستراتېژیکو لوبو د پای غوښتنه وکړي.»
محسن داوړ زیاته کړه چې روانې وسلهوالې کړۍ او د دولت لهخوا ملاتړ شوې ستراتېژیکې لوبې د پښتنو ژوند له لسیزو راهیسې له کړاوونو سره مخ کړی دی.
نوموړي له د خیبر پښتونخوا مشرانو وغوښتل چې د سولې او امنیت لپاره ګډ دریځ خپل کړي او له حکومت څخه د روښانه تګلارې غوښتنه وکړي.