Search

د بلوچستان اعلی وزیر: ترهګر په افغانستان کې پناه ځایونه لري او دولتي ملاتړ ترلاسه کوي

News image
noDate

سرفراز بګتي، د بلوچستان اعلی وزیر، نن پنجشنبې (د تلې په ۳مه) د اسلام اباد په یوې خبري غونډه کې وویل چې ترهګر په افغانستان کې «پناه ځایونه او دولتي ملاتړ» ترلاسه کوي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.

 دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي طالبانو تل ویلي چې دوی به د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو د ګواښلو اجازه ورنه کړي.

 بګتي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې واکمن طالبان باید د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي؛ هغه تړون چې له مخې یې کابل ژمنه کړې وه چې خپله خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کاروي.

 هغه زیاته کړه چې وروستیو وژل شویو ترهګرو کې ډېری افغانان وو. بګتي همداراز ادعا وکړه چې د هند استخباراتي اداره (RAW) هڅه کوي په بلوچستان کې د ترهګرو ډلې راټولې کړي او پر پاکستان یې «استخباراتي جګړه» تپلې ده.

 هغه د رحمان ګل، چې د جعفر اکسپرس پر ریل ګاډي د برید اصلي طراح بلل کېږي، په افغانستان کې د وژل کېدو په تړاو خپرو شویو راپورونو په اړه وویل:«دا راپورونه لا نه‌دي تایید شوي؛ خو که رښتیا وي، دا به زموږ لپاره یوه لویه بریا وي.»

 دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په ځلونو ویلي چې په دې هېواد کې ناامنه وضعیت له افغانستانه سرچینه اخلي؛ خو د طالبانو چارواکو دغه ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دوی خپلې دي، نه د افغانستان.