Search

تاجیکستان: درې چینايي وګړي د افغانستان له خاورې په وسله‌وال برید کې وژل شوي

News image
6 لیندۍ 1404 - 21:39
کابل ټربیون ـ د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې درې چینايي وګړي په ختلان ولایت کې په پوله پرته سیمه کې د افغانستان له خاورې په شوي وسله‌وال برید کې وژل شوي دي.

دغه وزارت نن پنجشنبې (د لیندۍ په۶ مه) په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا برید تېره شپه د «شاهین اس‌ام» خصوصي شرکت د کارکوونکو په کمپ شوی دی.

د اعلامیې له مخې، بریدګرو له یوه بې‌پیلوټه الوتکې چې په نارنجک سمبال وه او همدارنګه له اتومات وسلو کار اخیستی، چې په پایله کې یې د دغه شرکت درې چینايي کارکوونکي وژل شوي دي.

تاجیکستان د پولې په اوږدو کې د ناامنۍ له دوامه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې سره له دې چې دا هېواد په دوامداره توګه د ګډو پولو د ثبات لپاره هڅه کوي؛ خو «په افغانستان کې مېشتو جنایي ډلو اخلالګر اقدامات» لا هم دوام لري.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت دا برید «په کلکه» غندلی او له طالبانو یې غوښتي چې د پولې د امنیت او ثبات د تامین لپاره «اغېزمن او بیړني اقدامات» وکړي.