Search

عاصم منیر: د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر وړاندې ونه کاروله شي

News image
3 وری 1405 - 09:49
کابل ټربیون - د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر خبرداری ورکړی چې "ترهګرو" ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې وکاروي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، عاصم منیر د خېبر پښتونخوا په کرمه کې یوې غونډې ته ویلي چې افغان خاوره باید د پاکستان خلاف عناصرو له لوري ونه کاروله شي او د پاکستاني پوځ هڅې یې ستایلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دواړو خواو د کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی و لا یې د غځېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دې وړاندې د ایران نوي ګومارل شوي رهبر هم پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې خپلمنځي ترینګلتیاوې پایته ورسوي او خبرو ته را وګرځي.

مجتبی خامنه یي دغه راز د کابل او اسلام اباد ترمنځ منځګړیتوب ته لېوالتیا ښودلې وه.